اروپایي ټولنې افغانستان ته د بشري مرستو د استولو پر دوام د بیا کتنې خبر ورکړی. د دغې ټولنې د بهرنۍ او امنیتي پالیسۍ مسوول جوزېف بوریل ویلي چې ژر به په دې اړه د اروپایي ټولنې په یوه ځانګړې غونډه کې بحث او خبرې وشي. د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د اصولو له مخې یې افغانستان ته استول کیدونکې مرستې یې باید د جنسيت له پام کې نیولو پرته ټولو اړمنو خلکو ته ورسول شي. اروپايي ټولنې ویلي، چې پر ښځو بندیزونه ۲۸ میلیونه خلکو ته، چې د هېواد د نفوس دوه پر درې برخه جوړوي، بشري مرستې ګډوډې کړي او ښځې به په ډېر زیانمنونکي حالت کې راولي. د ملګرو ملتونو تر څنګ اروپايي ټولنه هم د سرپرست حکومت پر چارواکو غږ کړی چې ژر تر ژره دغه بندیزونه لرې کړي.








