دې سیمې ته د پسرلي موسم په را رسېدو سره هره ورځ ګڼ کسان د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د سیل او چکر لپاره راځي. دغه راز د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په لارښونه د پروان ولایت د ځايي چارواکو له لوري هر کال د ارغوان د ګلونو په ویاړ ځانګړي مراسم، جشن او مشاعره هم ترسره کیږي.







