چهارشنبه, اگست 19, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

راتلونکې مې میاشت کې د پاکستان په پنجاب کې ټاکنې کېږي

STR NEWS by STR NEWS
اپریل 6, 2023
2 0
0
راتلونکې مې میاشت کې د پاکستان په پنجاب کې ټاکنې کېږي
3
SHARES
13
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې د راتلونکې مې میاشتې پر ۱۴ نېټه په پنجاب ایالت کې ټاکنې وشي. د کمېسیون دغه اعلان د دې هېواد د سترې محکمې د پرېکړې له مخې شوی دی. د پاکستان سترې محکمې پنجاب او خیبرپښتونخوا کې د ټاکنو ځنډولو پرېکړه غیر قانوني بللې وه. د قاضي القضات عمر عطا بندیال په مشرۍ د قاضیانو درې کسیز بورډ حکم کړی و چې پنجاب کې دې ټاکنې د اکتوبر د اتمې پر ځای د را روانې ‘می’ میاشتې پر ۱۴مه وشي. د مهال وېش له مخې د نوماندانو خلاف اپیل د روانې اپرېل میاشتې تر لسمې نیټې پورې کېدای شي، په داسې حال کې چې نوماندان له خپلې نوماندۍ د اپرېل تر ۱۹ نیټې تېرېدلی شي. د مسلم لیګ ن ګوند یوې چارواکې مریم نواز بیا دغه اعلان ته په غبرګون کې ویلي، دا پرېکړه د سترې محکمې ډېر قاضیان نه مني خو له ملت څخه غوښتل کېږي چې باید دا پرېکړه ومني. د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د ټاکنو کمېسیون د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ويلي خو دغه ګوند وایي چې د مشرتابه په کچه یې غونډه کړې ده. تحریک انصاف په ټول هېواد کې د عمومي ټاکنو غوښتنه کوي. د دې ګوند وروستۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې له کوچني اختر وروسته به د عمومي ټاکنو ترسره کولو غوښتنې لپاره خپل اعتراضونه پیل کړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

عراقچي: ایران په سیمه کې امریکايي پوځي اډې په نښه کړې دي
وروستی خبرونه

عراقچي: ایران په سیمه کې امریکايي پوځي اډې په نښه کړې دي

اگست 19, 2026
پلخمري کې د ۱۴ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې
ابادي او بیارغونه

پلخمري کې د ۱۴ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې

اگست 19, 2026
نړیوال بانک: افغانستان لا هم د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو په ډله کې دی
وروستی خبرونه

نړیوال بانک: افغانستان لا هم د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو په ډله کې دی

اگست 19, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist