کابل ښاروالي وايي، په روان ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې به د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د بیا رغونې ۱۵۰ پروژې پلې کړي. د کابل ښاروالي استازي وايي، چې څه باندې ۸۰ پروژې، د سړک جوړولو ، د اوبو مدیریت او د کانالونو په جوړولو برخه کې دي. د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې تمه کیږي چې په روان لمریز کال کې د خیرخانې د کوتل، چهلستون، شېرپور، ۹۰ فامیلیو، بادام باغ، پل تخنیک او د پلازمېنې ځينې نور سړکونه بیا ورغول شي. بلخوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د کابل ښار د سړکونو د بیارغونې په برخه کې د کابل ښاروالۍ د چارو ستاینه کوي. د کابل ښاروالۍ د شمېرو له مخې په ۱۴۰۱ کال کې نږدې ۳۰ کیلو متره سړک قیر کړل شوی دی.








