د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د پاکستان له لوري ۴۹ تنه افغان بندیان تورخم کې افغان لوري ته سپارل شوي دي. د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د وري په ۱۵مه، په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان په پاکستان کې د اسنادو نه لرلو له امله په هغه هېواد کې بندیان شوي وو. سرچینې زیاته کړې چې دغه کسان نن په تورخم کې افغان لوري ته وسپارل شول او دوی بیا خپلو کورونو ته ولیږل. د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې په پاکستان کې سلګونه افغان بندیان افغان لوري ته سپارل شوي وو.








