د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په روان ۲۰۲۳م کال کې د ژوندی پاتې کېدو لپاره نږدې ۲۸ میلیونه او ۳ لکه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې ادارې پر اساس، د دغو څه باندې ۲۸ میلیونه تنو په منځ کې ۱۷ میلیونه له شدیدې لوږې سره مخامخ دي او ۶ میلیونه یې په اضطراري ډول خوړو ته اړ دي. اوچا پرون دوشنبه په خپل راپور کې ویلي چې ‘پیپل این نیډ’ موسسه د اروپايي اتحادیې په ملاتړ د افغانستان په میدان وردک ولایت کې د خوراکي امنیت، اوبو، تغذیې، نظافت او پاکو اوبو پروګرام پیل کړی دی. د دې پروګرام پر اساس د هغو کسانو ملاتړ کېږي چې ستونزې یې خورا ډېرې دي او د خپل ژوند ضروري اړتیا وړ شیان نه شي ترلاسه کولای.








