په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو دفتر ‘ای او ایم’ په خپله خوښه افغانستان ته د ۵۱۸۱ افغانو اتباعو د بېرته ستنېدو خبره کړې ده. د دغه راپور پر بنسټ، له دغه کډوالو ۲۶۷۹ یې د تورخم له لارې او ۲۵۰۲ یې د چمن له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په دغه راپور کې دا هم راغلي چې د پاکستان سرحدي چارواکو ۳۲۹ هغه افغانانو ته چې په پاکستان کې د اوسېدلو قانوني اسناد یې نه درلودل، افغانستان ته د دوی د ستنېدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي. د پاکستان د ای او ایم دفتر لیکي، د تورخم او د چمن په دروازو کې د روان کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې د مارچ تر ۲۵ مه پورې دوی ۱۸۹۲۶ هغه بې اسناده افغانان ثبت کړي چې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د روان میلادي کال د پیل راهیسې له بې اسنادو افغانانو سره د پاکستان پولیسو چلند نور هم جدي شوی.








