توپانونو د امریکا په جنوب او ختیځ کې ۲۶ کسان مړه کړي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي. د امریکا په اتو ایالتونو کې يې کورونه او کاروبارونه ویجاړ کړي، ونې یې چپه کړي او د زرګونو کورنیو برېښنا یې قطع کړې ده. دغه توپانونه چې د جمعې په شپه پیل او د شنبې تر ورځې یې دوام درلود، په ټینیسي ایالت کې اوه تنه، په ارکنزاس کې څلور، په انډیانا کې درې او د ایلینوای په ایالت کې څلور تنه مړه کړي دي. د ټینیسي ایالت چارواکو خبرداری ورکړی چې د جمعې شپې ته ورته د هوا حالات ښایي د سې شنبې په ورځ بیا تکرار شي. په ځینو دغو ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او ملي ګارد د مرستې لپاره بلل شوی دی.








