د پاسپورټ ریاست وايي چې په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې په ټول هېواد کې څه باندې ۵۰۰ زره پاسپورټونه وېشل شوي دي. د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن وايي چې د پاسپورټ د وېش بهیر په عادي ډول جریان لري او هره ورځ لس زره پاسپورټونه وېشل کېږي. پتمن زیاتوي، چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په شفاف ډول روانه ده او تېر کال تر ۲۰۰ ډېر کمېشنکاران او جعلکاران عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي. خو د پاسپورټ ځينې غوښتونکي نیوکه کوي او وايي چې د پاسپورټ د وېش بهیر په پڅوالي سره مخ ته ځي او له میاشتو راهیسې درېدلی دی. د پاسپورټ عمومي ریاست د اطلاعاتو پر بنسټ، په تېر کال کې د پاسپورټونو د وېش له درکه څه باندې ۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.








