د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، دې وزارت په ۱۴۰۱ کال کې له ورکړل شوي هدف څخه څو برابره ډېر عواید راټول کړي دي. یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، دې وزارت ته په ۱۴۰۱ کال کې د شاوخوا ۴۷ میلیونه افغانۍ عوایدو د راټولولو هدف ورکړل شوی و، خو دوی څه باندې ۵۲۴ مېلیونه افغانۍ عواید راټول کړي. د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکو ویلي چې په شفافه توګه د عوایدو راټولولو ته ژمن دي، تر څو وکولی شي له دغې لارې په هېواد کې د ښاري پراختیا، ودې او اسانتیاوو ته زمینه برابره کړي.







