ایران شل تنه نور افغان بندیان د د افغانستان سرپرست حکومت ته سپارلي دي. د نيمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه بیان کې ویلي، دغه بندیان په زرنج ښار کې دوی ته سپارل شوي دي. په بیان کې نه دي ویل شوي چې، څه وخت دا کسان سپارل شوي دي. د دې ریاست په خبره، دا افغانان د زاهدان له زندان نه خوشې شوي دي. په وروستیو څو اونیو کې په لسګونه افغان بندیان د ایران له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته انتقال شوي دي.








