د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، امریکا باید د دوحې هوکړې له مخې په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور له سره پیل کړي. شېر محمد عباس ستانکزی، په دوبۍ کې د افغانستان له کونسلګرۍ د لیدنې په ترڅ کې پر هغه څه چې، د امریکا له لوري د دوحې هوکړې نه عملي کېدل ګڼي نیوکې کړې دي. ستانکزی وايي امریکا په دوحه کې ژمنه کړې وه چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وېستلو وروسته به د افغانستان له نوي حکومت سره کار وکړي او همداراز به د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي. نوموړی وايي، که نړۍ د یوه ځواکمن افغانستان غوښتونکی وي؛ نو باید له سرپرست حکومت سره د تعامل لار غوره کړي. هغه په هېواد کې د نجونو د زدهکړو په تړاو هم وویل، هڅې روانې دي چې، د نجونو پاتې ښوونځي هم پرانیستل شي. تر دې مخکې واشنګټن هم پر هغه څه چې، د سرپرست حکومت له لوري په بشپړه توګه د دوحې هوکړې نه عملي کېدل ګڼي، نیوکې کړې وې.








