د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې په خپل نوي راپور کې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لیسو تړلي پاتې کېدل غندلي دي. په دغه راپور کې راغلي چې د منځنیو ښوونځیو او لېسو تړل پاتې کېدل دیني او دودیزه توجیه نه لري. د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې پر اوسني افغان چارواکو غږ کوي چې ژر تر ژره د هلکانو او نجونو، ښځو او نارینهوو لپاره په هره کچه ښوونیز مرکزونه پرانیزي او د افغانستان د پرمختګ د یوې حیاتي برخې په توګه د پوهنې په برخه کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي. په داسې حال کې چې په نوي لمریز کال کې د نجونو پرمخ د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي خلاص نه شول، اوس یو شمېر نجونو زده کوونکو د انلاین زده کړو په مرکز کې خپلې زده کړې پیل کړې دي. یو شمېر زده کوونکې نجونې وایي، چې لا هم د ښوونځيو پرانېستل کېدو ته هیلمندې دي او د ښوونځيو پرانېستو ته شېبې شماري.








