د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمريز کال کې يې څه باندې ۴ میلیارد او ۳۰۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او ۱۱۷۰ جريبه ځمکه چې د یادې ادارې اړوند له غصبه راګرځولې ده. د کابل ښاروالۍ مسوولینو نن په تېر ۱۴۰۱ لمريز کال کې د خپلو کړنو او لاسته راوړنو اړوند معلومات ورکړل. د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي وویل په تېر ۱۴۰۱ لمريز کال کې ۴ میلیارد ۳۰۶ میلیون ۹۷۵ زره او ۲۰۰ افغانۍ عواید د صفايي او ښاري خدمتونو له درکه ترلاسه کړي دي. هغه زياته کړه، په ۱۴۰۰ لمريز کال کې د کابل ښاروالۍ د عوایدو کچه یو میلیارد، ۲۸۶ میلیون ۵۷۵ زره او ۳۰۳ افغانۍ وه چې د تېر او وړم کال په پرتله ۷۰ سلنه زیاتوالی ښيي او د عوایدو زياتوالي دليل د عوایدو په راټولولو کې شفافیت یاد کر. نوموړی وايي په تېر ۱۴۰۱ لمريز کال کې ۱۱۷۰ جریب ځمکه چې د کابل ښاروالی اړوند ده د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې له غصبه راګرځولې ده او په دغه تړاو یې ۱۷ دوسیې د څېړنو په موخه لویې څارنوالۍ ته استولې دي.








