د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د پاکستان له شارژدافیر محمد جنید وزیر سره په کتنه کې د درې اړخیزو ناستو، افغان بندیانو، پر پوله د تلو راتلو پرمهال د اسانتیاوو رامنځته کولو او په ټوله کې د کډوالو په ستونزو خبرې کړې دي. سرچینه زیاتوي، نوموړي له پاکستان څخه وغوښتل څو هغو کډوالو ته چې غواړي د حج فریضې ادا کولو لپاره افغانستان ته راشي، په تګ راتګ کې اسانتیا برابره کړي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، جنید وزیر ژمنه وکړه چې یادې ستونزې به له اسلام اباد سره شریکې کړي او په اړه به یې لازم اقدامات وکړي. د یوه بل خبر له مخې، د کډوالو چارو وزير په افغانستان کې د ايرن له سفير حسن کاظمي قمي سره هم په خپل کاري دفتر کې کتلي دي. په دې کتنه کې په دې کتنه کې د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال د ايران له سفير څخه وغوښتل چې په تېرو ناستو کې چې د افغان مهاجرينو په اړه کومې هوکړې شوي، عملي کړي.








