د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د یو شمېر شرکتونو خاوندان او ملي سوداګر د روژې په میاشت کې اړمنو کسانو ته خپلې مرستې په انفرادي ډول وېشي. په افغانستان کې د خیریه موسسو یو شمېر مسوولین وايي چې د اړمنو کسانو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي. په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین، چې د دې خونې د سخاوت صندوق له لارې له اړمنو کسانو سره په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې مرستې کولې، وايي چې اوس دغه صندوق فعال نه دی او سوداګر به په انفرادي ډول له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي. د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزی د دې کار لامل د سوداګرو د عاید کموالی ښيي او وایي، شرکتونه له بې وزلو کورنیو سره د خپل توان تر حده مرسته کوي. د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنه هم وايي چې سږ کال به د روژې په میاشت کې خپلې مرستې پر اړمنو کسانو ووېشي.








