د فنلنډ ولسمشر وايي، هېواد به یې په ناټو کې د غړیتوب لپاره له سویډن سره اوږه په اوږه کار او هڅه وکړي. نوموړي ویلي، چې په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب تایید د دوی په واک که نه دی. اوس د ناټو د ټولو ۳۰ غړو په منځ کې یوازې ترکیه د شمالي اتلانتیک په تړون کې د دغو دوو هېوادونو د غړیتوب مخالفه ده. فنلنډ او سویډن تېر کال په اوکراین د روسیې له برید وروسته په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه.








