د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره وګوري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، بلینکن او ګوتریش به له اوکراین سره د مرستې او له دغه هېواد څخه د غلو دانو د صادرولو په اړه خبرې وکړي. له اوکراین څخه د غلې دانې د صادراتو تړون د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب عملي شو. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې انتوني بلينکن به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو وغواړي چې په اوکراين کې د تلپاتې سولې لپاره د دغه سازمان له کړنو ملاتړ وکړي.








