د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د تورخم دروازې تړل د دواړو هېوادو په زیان بولي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي دا چې د صادراتو او وارداتو وخت دی د دروازې تړل د دواړو هېوادونو په زیان دي. په همدې حال کې د باروړونکو موټرو ځينې موټرچلوونکي هم د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، که دروازه ژر تر ژره پرانه نیستل شي، نو دوی ته به مېلیونونه افغانۍ زیان ورسېږي. پرون سهار د تورخم دروازې تر تړل کېدو وروسته، پر ډيورنډ فرضي کرښه وسله واله نښته شوې او دواړه لوري لا هم د دروازې د پرانيستلو په هکله سره هوکړې ته نه دي رسېدلي.








