مالیې وزارت وايي، چې د افغانستان د ګمرګونو په تاریخ کې په لومړي ځل د روان مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې د هېواد له ګمرکونو ۱۰۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي. دغه وزارت ویلي، واک ته د ا.ا له رسېدو وړاندې دغه عواید له ۷۲ میلیارده افغانیو نه وو لوړ شوي. ماليې وزارت د هېواد په ګمرکونو کې د مسلکي او ژمنو کادرونو ګومارل، د فساد مخنیوی او په چارو کې د پوره روڼتیا رامنځته کول د عوایدو د ډېروالي لاملونه بللي دي.








