د افغانستان لپاره د ایران ځانگړی استازی او سفیر وايي، د افغانستان لپاره د چين له ځانګړي استازي سره يې په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات د ټينګښت په هدف د بېجېنګ او تهران د همکاريو د پراختيا په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان لپاره د ايران سفير او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ټويټر له لارې د افغانستان لپاره د چين له ځانګړي استازي يوشيایونګ سره د خپلې ليدنې خبر ورکړی. حسن کاظمي قمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا لیدنه د ایران او چین د ولسمشرانو د وروستیو توافقاتو د اجرایي کولو لپاره ترسره شوې او پکې افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات په هکله د تهران او بیجینگ پر همکاریو خبرې شوي دي.








