د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هیواد یې دېوالیه شوی دی. خواجه اصف دا خبره په داسې حال کې کړې چې د دغه هېواد اسعاري زېرمه درې میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې او د پیسو له نړیوال صندوق سره د پور په اړه د پاکستان د مالیې وزارت خبرو تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې. پاکستان د بشپړ اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې د پیسو له نړیوال صندوق او نورو هېوادونو پور ترلاسه کړي. خو خواجه اصف په سيالکوټ کې یوې غونډې ته ویلي چې پاکستان له مخکې څخه دېوالیه شوی او د پیسو د نړیوال صندوق پور یې ژغورلای نه شي.








