د ننګرهار ولایت مقام وایي چې د پاکستاني لوري له خوا پر ژمنو د نه عمل له امله د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړل شوه. د ولایت مقام لخوا تېره شپه ناوخته په یوه خپره شوې خبرتیا کې له خلکو غوښتل شوي چې تر بل حکمه پورې دې تورخم ته له تګه ډډه وکړي. بلخوا د تورخم کمیسار محمد صدیق وایي چې دروازه د مسافرو او ترانزیټ پر مخ تړل شوې چې د خلاصون په موخه یې له پاکستاني اړخ سره خبرې دوام لري. هغه زیاته کړې، چې پاکستاني اړخ پر خپلو کړو ژمنو وفا نه ده کړې او دروازه د ا.ا مشرانو په هدایت سره سمه تړل شوې. خو کمیسار د پاکستان د ژمنو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي. د یادونې وړ ده چې د تورخم دروازه تر دې مخکې هم کله ددوی له لوري او کله د هغوی له لورې تړل کېده.








