د مونیخ امنیتي غونډې په لومړۍ ورځ د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په یوې بیانيې کې په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه په کلکه غندلي او د ښځو د حضور په ځانګړي ډول په مرستندویه موسسو کې یې د کار د بیا پیل غوښتنه کړې ده. په دې اعلامیه کې همدا راز ټینګار شوی چې یوازې په هغه ځای کې چې ښځې خوندي وي، نو ټول خوندي دي. د البانیا، بلجیم، کاناډا، فرانسې، جرمني، آیسلنډ، کوسوو، منګولیا او سلوانیا د بهرنیو چارو وزیرانو چې ټولې ښځې دي، پرون د مونیخ په امنیتي غونډه کې دغه څرګندونې کړې دي. دوی دا هم ویلي چې ا.ا له ټولنې د افغانستان د نیمایي برخې په ایستلو سره، له بشري حقونو تر ټولو جدي سرغړونه کړې او دوی د ټول هېواد راتلونکې له ګواښ سره مخ کوي.








