د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ په امنیتي غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین د دې لامل شوی چې سرپرست حکومت هغو ژمنو ته چې له نړۍوالې ټولنې سره یې کړې دي عمل ونه شي کړای. بلاول بوټو زرداري په دغې غونډه کې، په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده. زرداري له سرپرست حکومته غواړي چې د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې پر خپلو ژمنو ودرېږي او په افغانستان کې پراخ بنسټه او ټولګډونه حکومت جوړ کړي. د پاکستان دغه چارواکي له سرپرست حکومته غوښتنه کړې چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي. خو ا.ا نړۍوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه وي او باید له افغنستان سره د ثبات د ټينګښت په برخه کې مرسته وکړي. د مونیخ امنیتي غونډه به درې ورځې روانه وي. په دې غونډه کې د څلوېښتو هېوادونو ولسمشرانو او د بهرنیو چارو ۹۰ وزیرانو ګډون کړی دی.








