ټولګټو چارو وزارت وایي، د وروستیو واورو او بارانونو له امله د یو شمېر ولایتونو ځینې مواصلاتي لارې د ترافیکو پر مخ بندې شوي دي. یاد وزارت ویلي چې د بدخشان ولایت د ارغنچخواه، ارغستان، کوهستان، ياوان، شهر بزرگ او یفتل ولسوالیو لارې له مرکز فیض آباد او د بدخشان ـ تخار ولایت ترمنځ لویه لار د واورې ورېدو له امله بنده شوې ده. ټولګټو چارو وزارت ویلي چې په سرپل ولایت کې د قم کوتل لار او په فراه کې د پرچمن ولسوالۍ لارې د واورو له امله بندې شوي دي. د چارواکو په وینا په دغه ولایتونو کې د لارو د بېرته خلاصولو عملیات پل شوي او د سالنګونو په ګډون پاتې ټولې مواصلاتي لارې د تګ راتګ پر مخ خلاصې دي.








