د پاکستان د ستر ښار کراچۍ د پولیسو پر مرکز ډله ییز برید کې ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پاکستاني رسنیو ویلي چې دا برید د کراچۍ په ګلشن اقبال سیمه کې د شپې په شاوخوا اوه نیمو بجو شوی و. د کراچۍ د پولیسو مشر مقدس حیدر ویلي چې په ځانمرګو واسکټونو او وسلو سمبال درېیو بریدګرو د پولیسو د مرکز ودانۍ ته ننوتلي وو، یوه یې په درېیم پوړ کې ځانته چاودنه ورکړه او دوه نور یې دا منیتي ځواکونو لخوا ووژل شول. هغه زیاته کړه چې په دې څلور ساعته عملیاتو کې درې امنیتي سرتیري، یو عام وګړی او درې بریدګر وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي. پاکستانیو طالبانو ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.








