په ترکیې او سوریه کې د وروستیو زلزلو له امله د مړو شمېر نږدې ۴۵ زرو کسانو ته ورسېده او تر شاوخوا ۹۰ زره ډېر کسان ټپیان شوي دي. د ترکيې ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې، یادو زلزلو د دغه هېواد لس ولایتونه سخت ځپلي او درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي. د ترکیې انادولو اژانس د دغه هېواد د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله نږدې ۴۰ زره کسان مړه او له ۸۵ زرو ډېر ژوبل شوي دي. سرچینې زیاته کړې، دغهراز له ۶ زره ډېر کورونه او دنګې ودانۍ ړنګې شوې، ۹۵ زره کسان ژغورل شوي او ډېر نور اوس هم تر ړنګو ودانیو لاندې دي. ځایي چارواکو ویلي چې ۲۵۰ ساعته وروسته هم ځینې کسان ژوندي له خاورو او ړنګونو کورونو لاندې څخه ژوندي ایستل شوي دي. بلخوا دسوریې دولتي اژانس (سنا) خبر ورکړی چې هلته د زلزلې له امله ۵ زره کسان مړه او له ۵۰۰۰ ډېر ژوبل شوي دي.








