د راپورونو له مخې، په ترکیه کې د ژغورونکو ډلو له خونړۍ زلزلې څخه ۲۴۸ ساعتونه وروسته څلور کسان له کنډوالو څخه ژوندي را ایستلي دي. د روانې سلواغې میاشتې په ۱۶مه، نیټه د ترکیې او سوریې ځینې سیمې زلزلې ولړزولې چې د راپورونو له مخې، تر اوسه په دواړو هېوادونو کې تر ۴۱ زرو پورې کسان مړه او نږدې سل زره ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې د ترکیې په هاتای ولایت کې هم یوه میرمن له دوو اولادونو سره یوځای وروسته له ۲۲۸ ساعتونو وروسته ژوندي و ایستل شول. درې واړه کسان د ښه مراقبت لپاره روغتون ته لیږدول شوي. بلخوا د ترکیې په کارامانماراس کې د الینا المیز په نوم ۱۷ کلنه نجلۍ ژغورل شوې ده.








