ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مهم لومړیتوب د ښځو او نجونو زدهکړې دي، خو د افغانستان سرپرست حکومت تر امرثاني پورې ځنډولې دي. دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو مرستیالې امینې محمد هغې غونډې ته په خپل پیغام کې کړې چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د پوهنې لپاره د بسپنې راټولونې په موخه جوړه شوې ده. ددې غوندې ډېری ګډونوالو له زدکړو د محرومو افغان نجونو سره خپل یو والی او ملاتړ اعلان کړ. ټاکل شوې په یاده نړیواله ناسته چې د زدهکړې نه شو ځنډولی تر سرلیک لاندې روانه ده، مرسته کوونکي هېوادونه او نړیوال سازمانونه د ۲۰۲۳ کال لپاره له پوهنې د ملاتړ لپاره خپلې مرستې په ډاګه کړي. د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې امینې محمد په استولي پیغام کې ویلي، د نړۍ لپاره تر ټولو مهم لومړیتوب د افغان نجونو زدهکړې دي. د ملګرو ملتونو دغې جګپوړې مشرې دارنګه له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي، په افغانستان کې پوهنې ته لاس رسي لپاره خپلې مرستې جاري وساتي.








