په تاجکستان کې د واورې د ښوویدو له امله ۱۰ کسان مړه شوي دي. تاجکستان تل د ځمکې د ښوویدو او زلزلو په شان طبیعي پيښو څخه زیان ویني. بیړنیو حالاتو ته د یاد هیواد د رسیدګۍ ادارې چارواکي وایي چې د یاد هیواد د بدخشان د ګورنو په سیمه کې د واورې د ښوویدو له امله نهه کسان وژل شوي دي. ګورنو بدخشان چې نیمه خپلواکه سیمه ده او له افغانستان سره د تاجکستان په ګډه پوله پرته ده، د پامیر په لوړو غرونو کلابنده شوې ده. چارواکو ویلي دي چې یو بل کس د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته نږدې د برف کوچ له امله خپل ژوند بایللی دی. د تاجکستان په ۹۳ سلنه خاوره کې غرونه دي او دا کار ددې لامل شوی چې د ځمکې او واورو ښوویدل هر کال په لس ګونه کسان ووژني.








