د ماشومانو د ژغورنې سازمان په یوه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان له بې وزلۍ او لوږې سره مخ دي. د دغه بنسټ پر وینا، ډېری هغه ښځې چې د خپلې کورنۍ سرپرستي په غاړه لري، بشري مرستو ته لاسرسی نه لري. د ماشومانو د ژغورنې سازمان یوځل بیا د ښځو کار بندیز په هکله اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل چې له همدې امله د دغه بنسټ ۵۰ سلنه کار درېدلی دی. د ماشومانو د ژغورنې سازمان عملیاتي مدیر ډېویډ رایټ ویلي، د ښځو پر کار بندیز یوازې د ښځو او ماشومانو د اړتیاوو د زیاتېدو لامل کېږي. بل خوا د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې په ۲۰۲۳ کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي. د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي، ډبلیو اف پي د تېر کال په دسمبر او د روان کال په جنورۍ میاشت کې خپلو مرستو ته دوام ورکړ او له دغو مرستو د افغانستان خلک په ځانګړې توګه مېرمنې او یا هم نجونې او هلکان برخمن شول .دا په داسې حال کې ده،چې په وروستیو میاشتو کې بیلابیلو بنسټونو په افغانستان کې د بې وزلۍ پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې اته ویشت میلیونه افغانان له بې وزلۍ سره مخ دي.








