نن، د سلواغې ۲۶مه نېټه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د وتلو له څلوردېرشمې کلیزې سره برابره ده. که څه هم چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد څه باندې نهه کلن حضور د دغه اتحاد د ړنګېدو لامل شو، خو په دغو جګړو کې نږدې دوه مېلیونه افغانان ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول. په دې جګړه کې د پخواني شوروي ۱۴زره پوځیان هم ووژل شول او له بلې خوا دا جګړه له سیاسي او مالي پلوه شوروي اتحاد ته له زیانه ډکه تمامه شوه. پر افغانستان د سره پوځ یرغل له هماغه پېله د ملګرو ملتونو له غبرګون سره مخ شو. د ۱۳۵۸ کال په سلواغې میاشت کې د دغه سازمان د عمومي اسامبلې په پرېکړه لیک کې له افغانستانه د دغو پوځيانو پر ژر وتلو ټينګار وشو. څلور دېرش کاله وړاندې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې پر شپږوېشتمه د وخت د شوروي اتحاد سرتېري د افغانستان او ازبیکستان له سرحدي پلې واوښتل او په افغانستان کې یې خپل څه باندې نهه کلن حضور پای ته ورساوه، خو تر هغې وروسته په افغانستان کې کورنۍ جګړې پېل شوې. د افغانستان سرپرست حکومت نن (چهارشنبې) په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.








