د افغانستان لپاره د یونیسف اداره وايي د ژمي په سړو څپو کې له نورو زیانونو سره په خوا کې افغانو کورنیو کې سلګونه ماشومان هم مړه شوي او دغه پېښې تر ډېره د روان میلادي کال په لومړۍ میاشتې کې شوې دي. یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د جنورۍ په میاشت کې د سړې هوا او ناروغۍ له امله د سلګونو ماشومانو د مړیني راپورونه ورکړل شوي دي. یونیسف وايي، کاري ډلې یې له زیانمنو کورنیو سره د مرستو لپاره د افغانستان بيلابېلو سیمو کې په کار لګیا دي. د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق ویلي، د افغانستان لرو بر۲۳۰۰ روغتیايي مرکزونو کې یې ۱۷۰ ګرځنده روغتیاي ډلې ګومارلي چې د ناورین کابو کولو کې مرسته وکړي. دغه ډله د درملو او خوړو په برخه کې د اړو ماشومانو لاسنیوی کوي.








