د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې یومیکو تاکاشیما له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده. د ملګروملتونو سازمان دغه چارواکې ویلي چې ۹۰ سلنه افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي او د دغه هېواد له نیمايي زیات وګړي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو دغه چارواکې په دې باور ده، چې د سرپرست حکومت وروستیو پرېکړو د بشردوستانه مرستو پر بهیر ناوړه اغېز کړی دی. نوموړې زیاتوي چې د افغانستان ۹۸ سلنه خلک په فقر کې ژوند کوي او د دغه هېواد د نفوس څه باندې نیمه برخه بېړنیو نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري. د مېرمن تاکاشیما په وینا، د ملګرو ملتونو سازمان په پکتیکا ولایت کې نږدې یو زرو او درې سوه کورنیو سره د کورونو د جوړولو په برخه کې مرسته کړې ده. مخکې له دې د ملګرو ملتونو سازمان اعلان کړی و چې په افغانستان کې څه باندې ۲۸ مېلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه سازمان په روان زیږدیز کال کې له افغانستان سره زیاتې مرستې جلب کړي دي.








