په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د قربانیانو تایید شوی شمېر اوس تر ۳۶ زرو اوښتی دی. خو ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د قربانیانو شمېر ښايي تر اوسني شمېر دوه برابره ډېر شي. د ترکیې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، په دغه هېواد کې د زلزلې له کبله د وژل شویو شمېر ۳۱۶۴۳ کسانو ته رسېدلی. سره له دې چې په سوریه کې د امنیتي او سیاسي ننګونو له امله د مرګ ژوبلې کره راپور لا هم نشته، په دغه هېواد کې د وژل شویو شمېر ۴۳۰۰ ښودل شوی دی. هم مهاله د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټېن ګرېفټس ویلي، د ژغورنې عملیاتو بهیر پای ته نږدې شوی دی او اوس د ژغورنې ډلو ډېر پام د ژغورل شویو کسانو پر پاللو او ورسره په نورو اړینو مرستو ورټول دی.








