په داسې حال کې چې په سوریه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې پر رسولو پراخې نیوکې شوې دي، د ملګرو ملتونو د مرستو رسولو مشر ویلي، نړیوالې ټولنې د سوریې شمال لوېدیځ پر خپل حالت پرېښی دی. ملګري ملتونه وايي، ۸۷۰ زره خلک ډېرو بېړنیو ګرمو خوراکي توکو ته اړتیا لري او سوریه کې یوازې ۳/۵ میلیونه وګړي بېکوره شوي دي. د بشردوستانه د چارو او مرستې رسونې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفټس چې پرون ترکیې ته تللی و اندېښمن دی چې د وژل شوو شمېر ښايي دوه برابره لوړ شي. د رسمي شمېرو له مخې د ترکیې او سوریې زلزله کې د د وژل شوو شمېر تر ۳۳ زرو اوښتی دی. دا په روانه پېړۍ کې د طبیعي پېښو له کبله تر ټولو لوړه مرګژوبله ده.








