د پاکستان په ملي خزانه کې د پیسو تمامېدو د دغه هېواد اقتصاد د سقوط له خطر سره مخامخ کړی دی. د پاکستان بانکي چارواکي وايي، یوازې دومره بهرني اسعار ورسره پاتې دي چې د شاوخوا درې نورو اونیو لپاره د وارداتي مالونو پیسې ورکړي. حکومت د روان بحران او اقتصادي سقوط له خطر څخه د وتلو لپاره هڅه کوي پور ترلاسه کړي. د نړیوال وجهي صندوق یو پلاوی چې تېره اونۍ دغې ستونزې ته د حل موندلو په خاطر اسلام آباد ته تللی و، له کومې هوکړې پرته بېرته واشنګټن ته ستون شوی دی. اټکل دا دی چې له نړیوال وجهي صندوق پور به د لنډ مهال لپاره پاکستان د خپلو پورونو په ادا کولو کې د پاتې راتګ له خطر څخه وژغوري. د پاکستان د مالیې پخوانی وزیر، مفتاح اسماعیل، وايي، پاکستان دا مهال د باندنیو اسعارو شاوخوا درې میلیارد ډالر زېرمه لري خو اړ دی چې د جون تر پایه له نهو څخه تر لسو میلیاردو ډالرو، او په راروانو کلونو کې تر شل میلیارده پور بېرته خلاص کړي.








