د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ۲۵ پاکستانیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په میر علي کې ځایي امنیتي پولیس دا پېښه تاییدوي او وایي چې ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډکه خپله رېکشه د امنیتي ځواکونو یو موټر سره جنګولې او چاودنه یې رامنځته کړې ده. د میر علي د پولیسو دیوې پوستې قوماندان ویلي چې تر چاودنې وروسته نور امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او چاڼیز عملیات یې پیل کړې دي. سرچینې زیاته کړې چې په سیمه کې د تېلو او ګازو د کشف او استخراج د یوې کمپنۍ د کارکوونکو پر امنیت د مامورو ځواکونو پر موټر برید شوی دی. سرچینې زیاته کړې، په دې برید کې درې سرتیري وژل شوي، اوه سرتیري او د کمپنۍ ۱۵ کارکوونکي ټپیان شوي دي. پاکستانیو ط البانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.








