د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په جي ۵ کنفرانس کې د ګډون په موخه د يوه پلاوي په مشرۍ ايران ته سفر وکړ. د باختر اژانس د خبر له مخې، د عامې روغتيا وزارت سرپرست او مل پلاوی به په دې سفر کې همدارنګه له خپل ایراني سیال سره په روغتیايي سکتور کې د دوه اړخیزو همکاریو، په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې انسټېټیوټ لنډمهاله او اوږدمهاله د ظرفیت جوړونې پروګرامونو، په ایران کې د افغان کډوالو د روغتیا او د هغه روغتونونو په اړه، چې د ایران له لوري په بامیان او کابل کې جوړېږي د کاري پرمختګ په اړه بحث او خبرې وکړي.








