د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا د استازي مرستیال د ا.ا له سرپرست حکومته غواړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په خپلو ژمنو ودرېږي. د دې شورا غړی ریچارډ ام میلز ترهګري د نړیوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ ګڼې او پر وړاندې د جدي مبارزې غوښتنه کوي. پهدې غونډه کې د چین او روسیې استازي هم وایي، چې د ترهګریزو سازمانونو وړتیاوو د لوړېدو په حال کې دي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال گنادی کوزمین وايي، په تېرو شلو کلونو کې چې امریکا او د ناټو متحدانو په افغانستان کې حضور درلود، د ترهګرۍ ګواښ نه یوازې چې کم شوی نه دی بلکې زیات شوی دی. خو د افغانستان سرپرست حکومت ډاډ ورکوي چې هېڅکله اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې کار واخیستل شي.








