د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وايي، د درنو واورو ورېدو له امله د بامیان ـ دایکندي او غور ولایتونو ځيني مواصلاتي لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي. د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح ویلي چې په بامیانو کې د یکاولنګ، شاتو، آب قول، ورس او حاجي ګک کوتلونه د تګ راتګ پرمخ بند شوي دي. مصباح زیاته کړې چې همدارنګه د بامیان ـ او دایکندي ولایت ترمنځ لار هم د قوناق کوتل په سیمه کې د درنې واورې له امله بنده شوې ده. د نوموړي په وینا د دې ترڅنګ د دایکندي ولایت د خدیر، میرامور، اشترلې او ګیتي ولسوالۍ لارې له مرکز نیلي سره د واوري له امله بندې شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې په غور ولایت کې هم د بایان او بکک کوتلونه هم د زیاتې واورې او طوفان ورېدو له امله د ترافیکو پر مخ بند شوي دي. نوموړي ویلي چې دغه ټول مسیرونه د لنډ مهال لپاره تړل شوي او په خبره يې د خلاصولو عملیات یې روان دي.








