د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون وايي، له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. ارګ په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي، چې د سره صليب او سرې مياشتې د فدراسيون د اسيا او ارام سمندر څانګې مشر الکساندر ماتيو د ریاست الوزرا له اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنیفي سره په کتنه کې د دغه بنسټ د مرستو د دوام ډاډ ورکړ. په دې کتنه کې په افغانستان کې د دغه فدراسيون د څانګې د دفتر رييس نصيفور موګاندي هم حضور درلود.








