د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان وضعیت اندېښمنونکی بللی او ویلي یې دي، چې مسکو به له کابل سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي. پوتین پرون د مسکو د غونډې په څنډه کې ویلي، چې د افغانستان وضعیت ستونزمن دی، خو ټینګار یې کړی، چې د ستونزو د حل لپاره به لاس پکار شي. پوتین دغه راز په افغانستان کې بشري وضعیت ته هم اشاره کړې ده او زیاته کړې یې ده، چې په دغه هېواد کې بشري وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی. د روسیې د روسیې د ولسمشر په وینا په افغانستان کې د مخدره موادو قاچاق هم مخ په زیاتېدو دی.








