د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د تېرې دوشنبې پر سهار د ترکیې په زلزله کې کابو ۱۰۰ افغان وګړي مړه او یا هم ټپيان شوي دي. بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې په ترکیه کې د افغان وګړو د قربانیانو شمېر وروستی نه دی او ښايي چې زیات شي. د ترکیې او سوریې په ځینو برخو کې له مرګونې زلزلې درې ورځې تېرې شوې او تراوسه د څه باندې ۱۰ زره کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی. بېلابېلو هېوادونو ترکیې ته، د ژغورنې او مرستو رسولو ټیمونه لېږلي دي.








