د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس وایي، چې د افغانستان د شتمنیو د هغو ۳،۴ مېلیارډ ډالرو د ساتنې لپاره چې د سپټمبر د یوولسمې د برید د قربانیانو کورنیو ته ځانګړي شوي دي، اړتیا ده چې د افغانستان بانک د امریکا له قانوني شورا سره خبرې وکړي. محرابي وايي چې دغه خبرې به د امریکا په قضايي بهیر د افغانستان د شتمنیو په ساتنه کې مرسته وکړي. نوموړی وايي، مهمه ده، چې د افغانستان بانک د امریکا له یوې قانوني شورا سره خبرې وکړي څو خپلې ارزي زیرمې د امریکا له قضایي بهیره وساتي. بل خوا د ا.ا ویاند وایي کهچېرې امریکا د افغانستان شتمنۍ ازادې نه کړي، له قانوني لارو به یې د ازادولو لپاره ګام پورته کړي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا د استازو جرګې او مشرانو جرګې، مشرانو ته په یوه لیک کې د افغانستان د ارزي شتمنیو په تړاو د خپل فرمان د تمدید خبر ورکړی دی، چې پر بنسټ به یې ۳،۵ مېلیارد ډالره د سپټمبر د یوولسمې د پېښې قربانیانو ته ځانګړي شي.








