د انګلنډ په پلازمېنې لندن کې یو شمېر افغان کډوالو چې په افغانستان کې د ا.ا د بیا واکمنېدو وروسته د تخلیې په بهیر کې لندن ته انتقال شوي، په دې اعتراض کړی چې حکومت یې له پایتخت څخه ددغه هېواد یوې لرې پرتې سیمې ته لېږدوي. د لندن د ساوت کینسنګټن سیمې په هوټلونو کې دېره په لسګونو افغان کورنیو ته د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت امر کړی چې له لندن څخه ۲۰۰ میله لرې د لیډز سیمې ته کډه وکړي. دغې حکومتي پرېکړې افغان کډوال سخت پارولي او پر وړاندې یې له اعتراض سره سره محکمې ته د تللو تکل کړی دی. افغان کډوال د بریتانیا له حکومته غوښتنه کوي چې دوی ته د روان تعلیمي کال تر پایه پورې څو میاشتې نور وخت ورکړي چې په لندن کې پاتې شي. په افغانستان کې د تېر حکومت له پرځېدو وروسته د بریتانیا هېواد څه نا څه ۱۶ زره افغان کډوالو ته پناه ورکړې چې نږدې نهه زره یې لاهم په هوټلونو کې دېره دي.








