د راپورونو پر بنسټ په ترکيه او سوریه کې د مرګونې زلزلې له امله د مړو شمېر پنځه زره کسانو ته رسېدلی دی. رویټرز خبري اژانس نن په یوه راپورکې ویلي چې له دې ډلې ۳۴۱۹ کسان په ترکیه او ۱۵۸۱ نور په سوریه کې مړه شوي دي. په ورته وخت کې د اناتولي خبري اژانس هم په یوه راپورکې ویلي چې د دغې زلزلي له امله لږ تر لږه ۲۰ زره ۵۳۴ کسان په ترکيه کې ټیپان شوي دي. د راپور له مخې، تر اوسه له ۸ زره ډېر زلزله ځپلي له خاورو لاندې ایستل شوي او همداراز ۳۲۹۴ مرستندویه کسان له نورو هېوادونو ترکيې ته رسېدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ريښتر په کچه مختلفو درجو دريو زلزلو د ترکیې او سوریې ځینې سیمې لړزولي دي. د یادونې ده دا شمېرې نهايي نه دي او د زياتېدو اټکل یې شته.








