له ترهګرۍ سره د مبارزې او شخړو هواري د منځګړیتوب چارو کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي دکتور مطلق بن ماجد القحطاني کابل ته د سفر په ترڅ کې د ا.ا له لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي دي. د قطر د بهرنیوو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې قحطاني پرون په کابل کې د ا.ا د بهرنیو، کورنیو او پوهنې وزارتونو له سرپرستانو او استخباراتو له عمومي رییس عبدالحق وثیق سره په جلا جلا ډول کتلي دي. په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو لورو په دغه کتنه کې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي، تحصیلي او پراختیايي وضعیت ترڅنګ په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په اړه خبرې کړي دي. په دغه بیان کې ویل شوي چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګېدو لپاره د قطر د هڅو په دوام هغه هیواد کې د یوې هر اړخیزې سیاسي اجماع جوړېدو په اړه هم خبرې وشوې.








