پاکستان ویلي چې د ا.ا مشرتابه سره د خبرو اترو لپاره یو پلاوی افغانستان ته لیږي. د فرانسې خبري اژانس د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د ځانګړي سلاکار فیصل کریم کنډي په حواله خبر ورکړی چې همهاله د کابل ترڅنګ ایران ته هم پلاوی استوي. هغه زیاته کړې، دولتي پلاوی به له هغوی وغواړي، دا ډاډ ورکړي چې ترهګر د پاکستان پر ضد د دوی خاوره نه کاروي. پاکستان دغه اعلان وروسته له هغه کړی چې څو ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا ایالت د پېښور ښار د پولیسو د یوه مرکز په جومات کې د ځانمرګي برید له امله تر سلو زیات کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۲۰ نور ټپیان شوي دي. تر یاد برید وروسته د پاکستان د کورنیو او دفاع وزیرانو تور پورې وکړ چې ترهګر د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د پاکستان تورونه رد کړل او ویې ويل چې د خپل بام واورې دې پر بل چا نه اچوي. تر اوسه کابل او تهران ددې سفر په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.








